ترانسپورټ وزارت وایي کابل ښار کې د تیلو بیو له ښکته کیدو سره د موټرو په کرایه کې هم کموالی راغلی.
ترانسپورټ وزارت وایي کابل ښار کې د تیلو بیو له ښکته کیدو سره د موټرو په کرایه کې هم کموالی راغلی.
2 اپریل 2023 یکشنبه
د افغانستان اسلامي امارت د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت وايي، چې په ښارونو کې د تګ راتګ لپاره د موټرو کرایې د تېلو د بیو په کښمت سره ټیټې شوې دي.
یاد وزارت زیاتوي، چې د ښاري موټرو د کرایو نرخونو د کنټرول په موخه یې لایحه ترتیب او د پلي کولو لپاره یې په ښارونو کې په موټر چلوونکو ویشلې دي.
د مسولینو په وینا؛ د موټر چلونکو د سرغړونې د مخنوي او د لایحې د ښه د تطبیق په موخه یې د موټرو په تم ځایونو کې ځانګړي کسان ګومارلي دي.
له بل لوري کابل ښاریان د ترانسپورت وزارت له لوري د نرخونو د کنټرول له امله خوښي څرګندوي، خو یو شمیر بیا ځینې موټر چلونکي د یادې لایحې څخه په سرغړونه تورنوي او وايي، چې په خپل سر له خلکو لوړې کرایې اخلي.
اړوند موضوعات
کابل ښاریان وایي د تېلو بيې ښکته شوي، خو د موټرو کرایه لا هم لوړه ده.
له دې وړاندې د تېلو او ګازو بیې په بې ساري توګه لوړې شوې وې او په ښارونو کې د موټرو کرایې هم پورته شوې وې، چې له امله یې خلک له ګڼو ستونزو سره مخ وو.