ضیاالحق سرحدي د پاک افغان لیزان کمیټۍ مشر ته د پاک افغان دوه اړخیزه تجارت په اړه راپیښې ستونزې مخې ته ایښودې دي

0
170

نصیب شاه شینواري
تيره ورځ د پاك افغان رابطه كميټۍ (د تجارت او صنعت وزارت) غونډه د پيښور په ګمرک هاؤس كښې د اړيكو كمېټۍ چيئرمېن او د ټرانزټ ټرېډ ډائرېكټر ارباب قيصر حميد په مشرۍ كښې وشوه۔
د پاکستان – افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې د اړیکو د کمیټې غړي ضیاءالحق سرحدي او د پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې پخوانی مشر انجینر منظور الهي ګډون وکړ. په غونډه كښې د خېبر پښتونخوا چيمبر آف كامرس اېنډ انډسټري سيد جواد حسېن كاظمي٬ د فرنټيئر كسټم اېجنټ ايسوسي ايشن نائب صدر امتياز احمد علي ګډون وكړو۔
د خيبر پښتونخوا د سوداګرۍ او صنايعو خونې صدر سيد جواد حسين کاظمي، د فرنټير کسټم ايجنټ ايسوسي ايشن نائب صدر امتياز احمد علي، د شمالي وزيرستان د کرم چيمبر آف کامرس اينډ انډسټري، د ټرانزټ ټريډ ايډيشنل ډائريکټر شمس الرحمن وزير، ايډيشنل کلکټر آپريشن تورخم محمد هم موجود وو. رضوان، د تورخم د این ایل سی کرنل ستار، د FIA اسسټنټ ډایریکټر، د پاکستان د تجارت د پراختیا ادارې (TDAP) مرستیال مشر زاهد محمود، په پېښور کې د افغان کونسلګرۍ کمرشل اتاشی وحیدالله همت، مرستیال اتاشی ډاکټر حمید فضل خیل او نورو ګډونوالو هم ګډون وکړو .
په دې موقع د ليزان كمېټۍ چيئرمېن ارباب قيصر حميد د راغلو ټولو غړو مننه وكړه او ويې ويل چې د لېزان كمېټۍ اصلي مقصد د پاك افغان دوه اړخيزه تجارت او ټرانزټ ټرېډ كښې د رامخې ته شوو ستونزو هوارول دي په داسې حال كښې چې د ټرانزټ ټرېډ په اړه بايد عملي ګامونه پورته شي او د لارې په اوږدو کې د ستونزو او خنډونو د لرې کولو لپاره عملي هڅې وشي.
غونډې ته د کمېټۍ غړي او د سوداګرۍ او صنايعو خونې پخواني مرستيال ضياالحق شېردي او نورو غړو وويل، چې دا مهال د تورخم، غلام خان او خرلاچي په پوله د ګمرک رياست سره کومه ستونزه نشته، خو د سرحدي ځواک اهلکار، اين.ايل.سي نه علاوه نورې ادارې هم شته چې د تجارتي توکي وړونکو ګاړو په چیکنګ ډیر زیات وخت اړوي چې له امله ی تجارت بد متاثره کیږي.

هغوی اوویل چې د ټرانزیټ سوداګرۍ کانټینرونه په کراچي بندر کې له 10 څخه تر 12 ورځو پورې صفا کیږي چې له امله ی په دې کانټینرونو ډیمریج او د کانټینرونو نور لګښتونه زیات شی او سوداګرو ته له دې امله ډیر زیات مالي زیان رسیږي.
هغه وويل د کراس ټفنګ د نوټيفيکيشن باوجود هم پرې عمل نۀ دى شوى، چې له امله يې افغانستان ته تلونکي کانټينرونه او واپس کراچۍ ته تلل ی زيات وخت نيسي او هر يو کانټينر باندې په لکونو روپۍ د ډي ټيشن چارج اخلي راشی او مالي ستونزې ی زیاتیږي، هغوی غوښتنه وکړه چې په کراچۍ بندر د پاک افغان ټرانزټ ټریډ کانټینرونه باید په کم وخت کښې صفا شی چې د پاکستان او افغانستان سوداګر د مالي زیان څخه بچ شی او سوداګري وده وکړي.
د غونډې په مهال غوښتنه وشوه چې د افغان ټرانزیټ سوداګریز مالونه دې له کراچۍ څخه د بانډډ کیریر او همدارنګه د ریل له لارې راځي او د ازاخیل وچ بندر ته دې د GD فایل کولو اجازه ورکړل شي ترڅو زموږ د صوبې د کسټم کلیرینس ایجنټان هم خپل کاروبار ته دوام ورکړي.
په اخر کې د پاک افغان لیزان کمېټۍ چیئرمېن ارباب قیصر حمید د لیزان کمېټۍ غړو ته د هر ډول ممکنه همکارۍ ډاډ ورکړ او وې ویل چې دوی د تاجرانو په ستونزو ښه خبر دي او په رارون وخت کښې به په دې اړه کوټلي ګامونه پورته کړي.
نوموړي د کمیټې د غړو له وړاندیزونو سره په بشپړه توګه موافقه وکړه او د ددې ستونزو د هوارولو ډاډ یې ورکړ، ټولو غړو د لیزان کمیټې له رئیس څخه مننه هم وکړه او ددوی پاک افغان سوداګرۍ ته وده ورکولو په لړ کښې د هغوی ډاډ ورکولو ستاینه ی وکړه.

Leave a reply