د تشکیلاتو او معاشاتو د کمیسیون غونډه کې د هوایي ځواک او مدافعې پر بودجه او اړونده موضوعات بحث ترسره شوی.

0
102

د تشکیلاتو او معاشاتو د کمیسیون غونډه کې د هوایي ځواک او مدافعې پر بودجه او اړونده موضوعات بحث ترسره شوی.

10 اپریل دوشنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء له عمومي دفتر څخه په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ریاست د اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د تشکيلاتو او معاشونو تنظيم کمېسيون غونډه ترسره شوه.

 

د تشکيلاتو او معاشونو تنظيم کمېسيون په دې غونډه کې، د ملي دفاع وزارت د هوايي ځواکونو او هوايي مدافعې عمومي قوماندانۍ منسوبينو ته د پروازونو سردستي او امتياز اجرا کولو څرنګوالي او د دې وزارت په چوکاټ کې د بالمقطع کارکوونکو په توګه د نظامي متقاعدو کارکوونکو ګمارلو بحث ترسره شو.

اړوند موضوعات

د تشکیلاتو او معاشاتو کمیسیون غونډه کې د ۱۴۰۲ مالي کال پر بودجه او نورو موضوعاتو بحث ترسره شوی.

 

همداراز د نظامي تشکيل لرونکو ادارو د کادري امتيازاتو، حق الخطر، قضايي، څارنې او روغتيايي او همدارنګه د هوايي ډګر د ګمرکي کارکوونکو د حق الزحمې او د ۱۴۰۲ مالي کال د بودجې اجرا کولو او بودجې سقف د اصول نامې ارزونې په اړه، هر اړخيز بحث وشو او په پای کې لازم تصميمونه ونيول شول.

Leave a reply