د تشکیلاتو او معاشاتو کمیسیون غونډه کې د ۱۴۰۲ مالي کال پر بودجه او نورو موضوعاتو بحث ترسره شوی.
د تشکیلاتو او معاشاتو کمیسیون غونډه کې د ۱۴۰۲ مالي کال پر بودجه او نورو موضوعاتو بحث ترسره شوی.
9 اپریل یکشنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء دفتر وایي چې تیره ورځ د یاد دفتر د اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د معاشونو او تشکیلاتو د تنظيم کمېسيون غونډه جوړه شوه.
خبر زیاتوي چې په دې غونډه کې د کمېسیون غړو او د مالیې وزارت د ګمرکونو معین ملا ناصر اخوند او مسلکي کارکونکو حضور درلود.
په پیل کې د مالیې وزارت د ګمرکونو معین د تېر کال د عوایدو او هدف په پرتله د حقيقي، مالیاتي او غیر مالیاتي عوایدو او ګمرګي محصولاتو راټولو د څرنګوالي په اړه راپور وړاندې کړ.
اړوند موضوعات
در جلسه کمیسیون تشکیلات و معاشات به پلان مالی و تشکیل وزارت داخله و حج و اوقاف بحث صورت گرفت.
همداراز په غونډه کې د ۱۴۰۲ مالي کال د بودجې، بودجوي کوډونو او په راتلونکي کال کې د کسر د رفع کولو په اړه هراړخیز بحثونه ترسره او په پای کې لازم تصمیمونه ونیول شول.