ډاکټر قلندر عباد د روغتیا نړیوالې ورځې په مناسبت په نړیواله ټولنه غږ کړی چې د افغانستان له روغتیايي سکتور څخه ملاتړ وکړي.

0
195

ډاکټر قلندر عباد د روغتیا نړیوالې ورځې په مناسبت په نړیواله ټولنه غږ کړی چې د افغانستان له روغتیايي سکتور څخه ملاتړ وکړي.

9 اپریل یکشنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت سرپرست وزیر پر نړیواله ټولنه غږ کړی چې په روغتیايي برخه کې له افغانستان سره اوږه په اوږه ودریږي.

 

د یاد وزارت سرپرست تېره ورځ د روغتیا نړیوالې ورځې په مناسبت له نړیوالې ټولنې څخه غوښتي چې د افغانستان له روغتیايي سکټور څخه ملاتړ وکړي، څو هر افغان د روغتیا په برخه کې له خپلو حقونو څخه برخمن شي.

 

خبرپاڼه زیاتوي چې د یاد وزارت سرپرست ډاکټر قلندر عباد وویل چې دوی د خپلو وګړو روغتیايي حقونو ته ژمن دي او سیمه‌ییزو او نړیوالو موسسو په همکارۍ به خپل کار ته دوام ورکوي.

اړوند موضوعات

ډاکټر قلندر عباد: بهرمیشتي افغان ډاکټران دې هیواد ته راشي او د خپل ملت خدمت دې وکړي.

 

په خبرپاڼه کې راغلي، په تېر کې روغتیايي برخه له ګڼو ستونزو سره مخ وه، نو دوی وخت ته اړتیا لري، څو ستونزې له منځه یوسي او خلکو ته معیاري روغتیايي خدمات وړاندې کړي.

حماد

Leave a reply