ډاکټر قلندر عباد: بهرمیشتي افغان ډاکټران دې هیواد ته راشي او د خپل ملت خدمت دې وکړي.

ډاکټر قلندر عباد: بهرمیشتي افغان ډاکټران دې هیواد ته راشي او د خپل ملت خدمت دې وکړي.
2 اپریل 2023 یکشنبه
د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت له لورې د یاد وزارت د سرپرست وزیر ډاکټر قلندر عباد په یوه تازه خبري ویډیوي کلیپ کې نوموړي له بهر مېشتو افغان ډاکټرانو غوښتي چې هېواد ته راشي او د افغانانو خدمت وکړي.
نوموړی په خپلو خبرو کې وایي: حکومت ټولو هغو بهر مېشتو ډاکټرانو ته چې غواړي هېواد ته راشي د راتګ ټول لګښتونه پر غاړه اخلي.
د عامې روغتیا سرپرست وزیر له یو شمېر بهر مېشتو ډاکټرانو سره په خبرو کې ویلي چې افغانستان ته د افغان ډاکټرانو د راتګ په اړه یې د رییس الوزرا له سیاسي مرستیال سره کتلي او هڅه کوي چې د دې برخې لپاره ځانګړې بودجه ترلاسه کړي.
اړوند موضوعات
نوموړي همدا راز زیاته کړی چې په جمهوریت شفاخانه او نورو روغتونونو کې بهرمیشتو ډاکټرانو ته د خدمت زمینه برابروي او هر قسمه وسایل راوړل د دوی پر غاړه او خدمت د ډاکټرانو پر غاړه دی.
حماد






