ډاکټر قلندر عباد: نیږدې راتلونکي کې به د هیواد روغتیایي سکتور پیاوړی او ۲۰۰ معیاري روغتونونه به جوړ شي.

0
103

ډاکټر قلندر عباد: نیږدې راتلونکي کې به د هیواد روغتیایي سکتور پیاوړی او ۲۰۰ معیاري روغتونونه به جوړ شي.

28 فبروري 2023

 

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا سرپرست وزیر ډاکټر قلندر عباد تازه په خپلو خبرو کې ویلي: غواړو راتلونکی کال په ټول هېواد کې ۲۰۰ معیاري روغتونونه جوړ کړو.

نوموړي ویلي چې هېواد ته د شفاف خدمت لپاره د عامې روغتیا کار کوونکو ته لنډمهاله او اوږد مهاله معیاري پروګرامونه په نظر کې نیول شوي.

 

همدا راز د عامې روغتیا شفاف خدمتونو د روغتیا په زیاتو برخو کې د پام وړ تغیر راوستی.

 

د عامې روغتیا وزیر په هېواد کې شته ستونزې منلې او ویلي یې دي چې د عامې روغتیا وزارت اړ دی، ترڅو شته ستونزې له منځه یوسي او هېوادوالو ته ښه خدمت وکړي.

اړوند موضوعات

دیدار قلندر عباد با نماینده‌گان یونیسف، اوچا و یوناما در افغانستان

 

نوموړي همدا راز ویلي، چې په دې وروستیو کې د پولیو ویروس مخه نیول شوې او فیصدې یې صفر ته راټیټه شوې.

Leave a reply