د معلولینو چارو وزارت د AOAD مؤسسې سره د معلولیت لرونکو وګړو لپاره د حرفوي زده کړو هوکړه لاسلیک کړی.

د معلولینو چارو وزارت د AOAD مؤسسې سره د معلولیت لرونکو وګړو لپاره د حرفوي زده کړو هوکړه لاسلیک کړی.
8 اپریل شنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت او AOAD مؤسسې تر مینځ د معلولیت لرونکو وګړو لپاره د حرفوي زده کړو او نورو اسانتیاوو رامنځته کولو هوکړه لاسلیک کړی.
خبرپاڼه زیاتوي چې د یاد وزارت د پلان او همغږۍ رئیس سید محمد عظیم د (AOAD) مؤسسې مسؤل ښاغلي حمیدالله خالقي سره معلولیت لرونکو وګړو ته د حرفوي زده کړو د زمینې برابرولو، معلولینو ته د فزیکي خدمتونو لاسرسی او د هغوی د بیاوړتیا موندنې په برخو کې هوکړه لیک لاسلیک کړ.
اړوند موضوعات
کابل کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت ۱۶۵ معلولینو سره د ویلچرونو مرسته کړی.
د یاد هوکړه لیک له مخې به (۶۳۶۰) تنو معلولینو ته د حرفوي زده کړو زمینې برابرولو، بیاوړتیا موندنې او فزیکي خدمتونو ته د لاسرسي زمینه برابره شي او یاد خدمتونه به د یوه کال په موده کې د څلور سوه زره امریکایي ډالرو په مجموعي لګښت په کابل ولایت کې بشپړ شي.






