کابل کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت ۱۶۵ معلولینو سره د ویلچرونو مرسته کړی.
کابل کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت ۱۶۵ معلولینو سره د ویلچرونو مرسته کړی.
17 فبروري 2023
د افغانستان اسلامي امارت د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت په همغږۍ د دارالصدقه خیریه بنسټ له لورې ۱۶۵ معلولینو سره د ویلچرونو مرسته وشوه.
خبر زیاتوي چې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت کې د دارالصدقه خیریه بنسټ له لورې پر یو سل او پنځه شپیتو ( ۱۶۵) تنو معلولیت لرونکو وګړو باندې ویلچرونه وویشل شول.
اړوند موضوعات
پکتیکا او کابل کې نیږدې ۳۰۰ یتیمانو، معلولینو او کونډو سره نغدي کومک ترسره شو.
یادو کسانو ته د ویلچرونو د ویش پر مهال د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مرستیال شیخ عبدالحکیم حقاني د دارالصدقه خیریه بنسټ له لورې له شویو مرستو مننه وکړه او د یاد خیریه بنسټ له مسؤلینو یې وغوښتل تر څو معلولینو او یتیمانو سره د حرفوي زده کړو، خوراکي توکو او جامو په برخو کې هم مرستې ترسره کړي.