پکتیکا او کابل کې نیږدې ۳۰۰ یتیمانو، معلولینو او کونډو سره نغدي کومک ترسره شو.
27 نومبر 2022
د افغانستان اسلامي امارت د شهداؤ او معلولینو چارو وزارت له لورې په دوه بیلابیلو خبرپاڼو کې راغلي چې د یاد وزارت په همغږۍ کابل او پکتیکا کې د کونډو، یتیمانو او معلولینو سره نغدي کومک ترسره شو.
خبر زیاتوي چې پکتیکا ولایت کې د یوې مؤسسې په همکارۍ د یاد ولایت د شهداؤ او معلولینو چارو ریاست په همغږۍ د ۱۵۳ کورنیو سره نغدي مرستې ترسره شوې.
په دغه نغدي مرسته کې د هر یتیم لپاره ۸۰۰۰ او د هرې کونډې لپاره ۹۰۰۰ او همدارنګه د هر معلول لپاره هم ۹۰۰۰ افغانۍ ورکول شوې.
همدا راز د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې پر یو سل او شل د یتیمانو په کورنېو باندې نغدي مرستې وویشل شوې.
یادې مرستې د دوو تنو تجارانو لخوا چې نه یې غوښتل نومونه یې واخیستل شي، د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت په همغږۍ هرې یتیمۍ کورنۍ ته (۷۳۰۰) افغانۍ نغدي مرستې وویشلې.
اړوند موضوعات
شهداء او معلولینو وزارت: پکتیا ولایت کې د ۴۰۰ اړمنو کورنیو سره خوراکي توکو مرسته وشوه.
د یادونې وړ ده چې د مرستو د ویش پر مهال د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ټولنیزو خدمتونو رئیس ښاغلي مولوي ثناء الله فرقاني هم ګډون درلود.
حماد










Leave a Reply