د نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو فراه او غور ولایتونو کې د نشهیيتوکو دوه کارخونې کشف او له منځه وړي.

د نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو فراه او غور ولایتونو کې د نشهیيتوکو دوه کارخونې کشف او له منځه وړي.
8 اپریل شنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو د نشه یي توکو یوه کارخونه د فراه ولایت په خاکرېز او یوه کارخونه د غور ولایت په شهرک ولسوالۍ کې ترلاسه او سوځولې ده.
همدارنګه، د نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو ۲۲ تنه روږدي، چې پخوا د بادغیس ښار له بېلابېلو څنډو راټول شوي و، درملنه او کورنیو ته یې وسپارل شول.
په ورته وخت کې، بادغیس کې ۱۰ ټنه اومان ناوړه بوټي ترلاسه او سوځول شوي او درې تنه په تخار او بدخشان کې د نشه یي توکو د کارونو او خرڅلاو په تړاو نیول شوي دي.
اړوند موضوعات
د یو بل خبر له مخې د نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو، د دایکنډي ولایت په اشترلي ولسوالی کې د نشه یي توکو یوه کارخونه او ۲ نورې یې د غور په ولایت کې کشف او له منځه وړي او اوه تنه یې په اړوند نیول شوي.





