د کرنې او مالدارۍ وزارت د لغمان ولایت کې پر نیږدې ۱۱۰۰ بزګرانو د سبو اصلاح شوې تخمونه ویشلي.
د کرنې او مالدارۍ وزارت د لغمان ولایت کې پر نیږدې ۱۱۰۰ بزګرانو د سبو اصلاح شوې تخمونه ویشلي.
8 اپریل شنبه 2023
د لغمان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وايي چې د ملګرو ملتونو دکرنې او خوړو نړيوالې ادارې “FAO” په مالي او د (Action Aide) مؤسسې په تخنيکي همکارۍ د دولت شاه ولسوالی پر ۱۰۲۹ کروندګرو په کورنيو بڼګيو کې د سو کرکيلې په پار پر دوی د سبو اصلاح شوي تخمونه وېشلي دي.
په دغو وېشل شويو تخمونو کې د کرم، بانجان، پیاز، لیړو، ګلپي، شلغم، مرچک او رومي بانجانو تخمونه شامل دي.
دغه راز د همدې پروژي دې له لارې یو عدد بیلچه، یو عدد کشک او یو عدد رمبۍ د بزګري د کارونو د پرمخ بیولو لپاره هم پر دوی وېشل شوي دي.
اړوند موضوعات
کرنې او مالدارۍ وزارت خوست کې پر ۱۵۰۰ بزګرانو د کرنيزو وسايلو د وېش لړۍ پيل کړی.
دا په داسې حال کې ده چې موده مخکې د يادو ادارو له خوا د لغمان عليشنک او علينګار ولسواليو کې هم پر څه باندې دوه زره بزګرانو د سبو اصلاح شوي تخمونه وېشل شوي دي.