کرنې او مالدارۍ وزارت خوست کې پر ۱۵۰۰ بزګرانو د کرنيزو وسايلو د وېش لړۍ پيل کړی.

0
188

کرنې او مالدارۍ وزارت خوست کې پر ۱۵۰۰ بزګرانو د کرنيزو وسايلو د وېش لړۍ پيل کړی.

6 اپریل پنشنبه 2023

دخوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د “NAC” مؤسسې په همکارۍ ددې ولايت د مرکز متون په ګډون د ياد ولايت د ګربز او تڼی ولسوالی په ۱۵۰۰ کورنيو د کرنيزو وسايلو د وېش لړۍ پيل کړی دی.

 

د چارواکو په خبره ددې پروسې په لړ کې د خوست مرکز کې پر ۵۰۰ بزګرانو پر هر بزګر دوه دانې بېلچې، یوه دانه لور، یوه دانه آب پاش، دوه دانې لرګی لاستې، یوه دانه شانه، یوه دانه کلتپی ووېشل شول.

 

په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د خوست دکرنې رياست د کرنيزو چارو امر مولوی اسلم خان منیب، په خپلو خبرو کې د یادې موُسسې څخه مننه وکړه چې د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د مظلوم ولس لپاره مرستې او همکارۍ کوی او یادې مرستې یې په دې وخت کې د بې وزله بزګرانو لپاره د اقتصادي وضعیت لپاره يو ښه فرصت وبوللو.

اړوند موضوعات

د کرنې او مالدارۍ وزارت لغمان کې د ۴۰ بابه د کبانو تولیدي فارمونو جوړولو چارې نن پیل کړې.

 

نوموړي همداراز د مستفیدینو څخه وغوښتل چې دغه کرنيزو وسایلو څخه تاسو باید د خپلی کروندې لپاره سالمه استفاده وکړئ.

Leave a reply