د کرنې او مالدارۍ وزارت لغمان کې د ۴۰ بابه د کبانو تولیدي فارمونو جوړولو چارې نن پیل کړې.

د کرنې او مالدارۍ وزارت لغمان کې د ۴۰ بابه د کبانو تولیدي فارمونو جوړولو چارې نن پیل کړې.
18 جنوري 2023
دلغمان ولایت کرنې اوبولګولو او مالدارۍ ريیس مولوي محمد ولي محسن وايي، چې په دغه ولایت کې د ۱۹۷۰۰۰ امریکایي ډالرو په ارزښت ۴۰ بابه د کبانو تولیدي فارمونو جوړولو چارې نن پیل شوې؛ چې مالي لګښت یې د USAID موسسې له لوري ورکول کېږي.
ْښاغلی محسن وایي، چې د هر فارم لپاره ۱۰۰۰ متره مربع ځمکه په نظر کې نیول شوې، چې د مرکز سربېره په قرغیو، الیشنګ، الینګار او دولت شاه ولسوالیو کې جوړیږي او هر فارم به د ۱۸۰۰ ماهیانو د تولید ظرفیت ولري، چې هممهاله به ټولو فارمونو کې ۱۰۰۰ زر تنو ته د کار زمینه برابره شي.
اړوند موضوعات
د معلوماتو له مخې، چې د ۴۰ بابه فارمونو له جملي څخه ۲۸ په مرکز مهترلام، ۵ په قرغيو، ۲ په الیشنګ، ۳ بابه په دولت شاه او ۲ بابه په الینګار ولسوالۍ کې جوړیږي.






