د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال تیره ورځ د بلوڅانو د شورا له یو شمیر مشرانو سره کتلي او د هغوی ستونزې یې د حل په موخه اوریدلي.

0
220

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال تیره ورځ د بلوڅانو د شورا له یو شمیر مشرانو سره کتلي او د هغوی ستونزې یې د حل په موخه اوریدلي.

7 اپریل جمعه 2023

‏د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر تیره ورځ د افغانستان د بلوڅانو د سرتاسري شورا له یو شمېر مشرانو او غړو سره په سپیدار ماڼۍ ولیدل.

 

په دې لیدنه کې د یادې شورا مشر سردار غلام نبي بلوچ او یو شمېر نورو مشرانو خبرې وکړې او له اسلامي امارت څخه یې خپل ملاتړ څرګند کړ.

‏دوی وویل، بلوڅ قوم د اسلامي نظام په واکمنېدو خوښ دی، ځوانان یې د دې نظام ملاتړ کوي او پکې خدمت ته چمتو دي.

بلوڅ مشرانو دغه راز د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د مېشتو بلوڅانو د پوهنیزو او روغتیايي ستونزو د حل غوښتنه وکړه او ویې ویل، بلوڅ کادرونه دې د ا.ا په جوړښت کې ځای پرځای شي.

 

دوی وویل، په تېره اداره کې ځينو زورواکو د هیواد په شمال کې د بلوڅانو ځمکې او جایدادونه چور او غصب کړي دي، دوی له غاصبانو څخه د دوی د ځمکو او جایدادونو د خلاصون غوښتنه هم وکړه.

 

بلوڅ مشرانو په دې خوښي وښوده چې اسلامي امارت له هر ډول تبعیض پرته د ټولو قومونو پر وړاندې دروازې پرانستي دي او نن د بلوڅو په شمول ټول افغانان کولای شي د ا.ا مشرانو ته خپلې غوښتنې ورسوي.

 

مولوي عبدالکبیر د بلوڅانو د سرتاسري شورا له مشر او ددې شورا له غړو مننه وکړه وې ویل، د هېواد د ازادۍ په جګړه او مبارزه کې د بلوڅو قوم هڅې او سرښندنې د هېرېدو نه دي.

 

مولوي عبدالکبیر، افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور وباله وې ویل، اسلامي امارت ټولو افغانانو ته په یوه سترګه ګوري، تبعیض او تعصب له منځه تللی او ټول افغانان له مساوي حقونو برخمن دي. د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال زیاته کړه، د ا.ا.ا متوازن انکشاف ته ژمن دی او د بلوڅانو په سیمو کې به د نورو ولایتونو په څېر د بیا رغونې کارونه پيل شي.

 

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال وویل، اسلامي امارت به د بلوڅانو د ستونزو د حل لپاره عاجل اقدام وکړي.

 

هغه زیاته کړه، په دولتي جوړښتونو کې د تقرر معیار وړتیا، تقوا او تخصص دی او د همدې معیارونو له مخې به د دوی د کاردونو له تجاربو څخه هم استفاده وشي.

 

 

مولوي عبدالکبیر څرګنده کړه، دا چې بلوڅان له اقلیمي پلوه خورا ځپل شوي او په تېرو ادارو کې محروم پاتې شوي، نو ځانګړې پراختیايي پروژې به ورته په نظر کې ونیول شي.

 

 

هغه وویل، اسلامي امارت هڅه کوي بلوڅانو ته ددوی په ژبه د دیني او عصري تعلیم اسانتیاوې برابرې کړي.

اړوند موضوعات

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د چابیریال ملي ادارې له رئیس سره کتلي او پر ځینو مسایلو یې خبرې اترې کړي.

 

اسلامي امارت د اقتصادي ودې لپاره اساسي پروژې پیل کړي، چې په عملي کېدو سره به یې بېکاري را کمه او د خلکو په اقتصاد کې به بدلون راشي، چې بلوڅان او ټول افغانان به ترې مستفید شي.

Leave a reply