د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د چابیریال ملي ادارې له رئیس سره کتلي او پر ځینو مسایلو یې خبرې اترې کړي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د چابیریال ملي ادارې له رئیس سره کتلي او پر ځینو مسایلو یې خبرې اترې کړي.
4 اپریل سه شنبه 2023
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر پرون د چاپیریال ساتنې ملي ادارې له عمومي رئيس قاري عزیز الرحمن سره وکتل.
د یادې ادارې رئيس د خپلو لاسته راوړنو او راتلونکو پلانونو په اړه معلومات چې د غوره چاپیریال او اقلیم په موخه چمتو شوي، د ریاست الوزراء له سیاسي مرستیال سره شریک کړل.
قاري عزیز الرحمن زیاته کړه، افغانستان له اقلیمي بدلونونو څخه متضرر هېواد دی او دا اداره یې د مخنیوي کوښښ کوي. هغه وویل، د خپل پرسونل د ظرفیت لوړول یې په لومړیتوب کې نیولي دي.
مولوي عبدالکبیر په هېواد کې اقلیمي بدلونونو ته په اشارې وویل، د غوره چاپیریال برابرولو په برخه کې د ادارو تر منځ همغږي مهم ګام دی. نوموړي زیاته کړه، د چاپيریال او هوا د ککړتیا د مخنیوي په برخه کې دې له شته امکاناتو او ظرفیت څخه کار واخیستل شي.
اړوند موضوعات
نوموړي له هېوادوالو او ټولو ادارو، په ځانګړي ډول صنعتکارانو څخه وغوښتل چې دچاپیریال ساتنې ته پام وکړي.