د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د وارداتي چرګانو د سوداګرو اتحادیې غړو سره کتلي او د هغوی ستونزې یې اوریدلي.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د وارداتي چرګانو د سوداګرو اتحادیې غړو سره کتلي او د هغوی ستونزې یې اوریدلي.
3 اپریل دوشنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا د دفتر څخه په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ریاست سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر تیره ورځ د وارداتي چرګانو د سوداګرو اتحادیې غړو سره وکتل.
د يادې اتحادیې غړو حاجي عزیز او حاجي یونس د نورو په استازيتوب هیواد ته د چرګانو واردولو او له دې درکه د عوایدو په اړه د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال ته معلومات ورکړل.
دوی د اسلامي امارت رهبرۍ څخه وغوښتل، چې په افغانستان کې دې سوداګرو ته د سالم رقابت لپاره لا زياتې اسانتياوې برابرې شي او خپلې ستونزې او وړانديزونه يې هم شريک کړل.
مولوي عبدالکبیر له ټولو سوداګرو مننه وکړه، چې په هیواد کې یې پانګونه کړې او افغانان یې یوازې نه دي پرېښي.
اړوند موضوعات
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د کابل چهارآسیاب له یو شمیر قومي مخورو او علماؤ سره لیدلي.
مولوي عبدالکبير دغو سوداګرو ته وويل، اسلامي امارت ستاسو ترڅنګ ولاړ دی، ستاسو هر راز همکارۍ ته چمتو دی او په پای کې يې ډاډ ورکړ، چې ستونزې به يې د حل په موخه اړوندو ادارو سره شريکې شي.






