د تشکیلاتو او معاشاتو کمیسیون غونډه کې د بهرنیو چارو او کار او تولنیزو چارو وزارتونو پر تشکیل او بودجه بحث ترسره شوی.
د تشکیلاتو او معاشاتو کمیسیون غونډه کې د بهرنیو چارو او کار او تولنیزو چارو وزارتونو پر تشکیل او بودجه بحث ترسره شوی.
3 اپریل دوشنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا د دفتر څخه په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ریاست د اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د تشکیلاتو او معاشاتو د تنظیم کمیسیون غونډه ترسره شوه.
یاده غونډه کې د تشکیلاتو او معاشاتو د تنظیم کمیسیون غړو سربیره د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي، د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست ملا عبدالمنان عمري او د یادو ادارو د مسلکي کارکوونکو ګډون ترسره کړی وو.
په دغه غونډه کې د بهرنیو چارو او د کار او ټولنیزو چارو وزارتونو د تشکیل، مالي پلان او کړنو په اړه هراړخیز بحث وشو.
اړوند موضوعات
همدارنګه په یادو ادارو ټينګار وشو چې مسلکي او تخصصي برخو ته ځانګړې پاملرنه وکړي او په پای کې لازم تصمیمونه ونیول شول.