د امربالمعروف وزارت سرپرست د بلخاب ولسوالۍ له یو شمیر قومي مشرانو او اهل تشیع کمیسیون غړو سره کتلي.

د امربالمعروف وزارت سرپرست د بلخاب ولسوالۍ له یو شمیر قومي مشرانو او اهل تشیع کمیسیون غړو سره کتلي.
3 اپریل دوشنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت سرپرست شیخ خالد حنفي د سرپل ولایت، بلخاب ولسوالۍ له یو شمیر قومي مشرانو او د اهل تشیع کمیسیون غړو سره لیدلي.
په دې لیدنه کې د بلخاب ولسوالۍ مشرانو د امربالمعروف وزارت سرپرست څخه د مننې ترڅنګ د اسلامي امارت سره د خلکو د همغږۍ په مورد خبرې وکړې او هم یې ژمنه وکړه چې د بلخاب ولسوالي ولسونه د اسلامي نظام ترڅنګ ولاړ دي او هم د امربالمعروف وزارت له کړنو څخه خوښ دي.
د بلخاب ولسوالي مشرانو وویل: یواځینی ادرس چې د خلکو ستونزې اوري او هم ورته رسیدهګي کوي، امربالمعروف وزارت دی او باید لا زیات د خلکو د ستونزو د حل په موخه کار وکړي.
ورپسې د امربالمعروف وزارت سرپرست په خپلو خبرو کې وویل؛ موږ ټول سره وروڼه یو او اسلامي امارت د هیواد د ټولو قومونو د یووالي او شهیدانو د وینو په برکت تر دې ځایه را رسیدلی دی.
شیخ محمد خالد وویل، د اسلامي نظام په پلي کېدو سره د خلکو د حقونو ساتنه کېږي او دا د اسلامي امارت مسؤلیت دی چې د ولس فردي او ټولنیزو حقونو ته رسیدګي وکړي او دا چې په تېرو شلو کلونو کې د ولس حق تر پښو لاندې شوی و او شهیانو د اشغالګرو د ایستلو، اسلامي نظام د پلي کولو او هیواد ته د خدمت کولو په موخه جهاد وکړ او اوس د اسلمي امارت مشران هڅه کوي چې هیوادوالو حقه حقوقو ته رسیدنه وکړي.
اړوند موضوعات
د امربالمعروف، نهی عن المنکر وزارت سرپرست کابل کې میشت د ایران له سفیر او مل هیئت سره کتلي.
د امربالمعروف وزارت سرپرست وویل؛ ددې وزارت دروازې تل د خلکو په مخ خلاصې دي او هم یې د بلخاب د خلکو ستونزو ته د رسیدګي په پار راغلیو مشرانو ته ډاډ ورکړ.






