د امربالمعروف، نهی عن المنکر وزارت سرپرست کابل کې میشت د ایران له سفیر او مل هیئت سره کتلي.

0
51

د امربالمعروف، نهی عن المنکر وزارت سرپرست کابل کې میشت د ایران له سفیر او مل هیئت سره کتلي.

18 مارچ شنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د امر بالمعروف نهی عن المنکر او شکایتونو اوریدلو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت سرپرست وزیر شیخ محمد خالد (الحنفي) افغانستان کې د ایران سفیر کاظمي قمي او مل هیئت سره کتلي.

د ښه راغلاست وروسته سرپرست وزیر د ایران هیواد له لوري د افغانستان اسلامي امارت سفیر منل او سفارت ورته سپارل وستايل او دا یې ایران کې د افغان مهاجرینو لپاره هم یو ستر مسئولیت ادا کول وګڼل، چې کلونه یې ښه میلمه پالنه کړې، تر څو د هغوی چارو ته لا ښه رسیدنه وشي.

 

هغه همدا راز د اسلامي نړۍ په وحدت ټینګار وکړ، یو د بل همکاري یې د ټولو مسئولیت وبللو او زیاته یې کړه چې بریا په وحدت کې ده، د چا تر فشار لاندې باید رانشو، یو بل ته لاسونه ورکړو او یو بل سره همکاري وکړو.

 

د ایران سفیر و ویل زمونږ افتخار د مستضعفو مسلمانانو حمایت دی، هغه که په هره سیمه کې وي او څنګه چې نورو ته دایران په امورو کې د مداخلې اجازه نه ورکوو ځان ته هم دا حق نه ورکوو چې د نورو په چارو کې مداخله وکړو، ایران کې لکونه افغان مهاجر میشت دي،دد سفارت سپارل د هغوی لپاره اړین و.

 

نوموړي زیاته کړه: ځينې خلک د ښځو د حقوقو موضوع یادوي خو هغوی ته په ريښتينې توګه د ښځو حقوق نه دي معتبر، د ښځو د تعلیم او حقوقو مسئله ستاسو کورنۍ موضوع ده او په سمه توګه یې حل کړئ، لکه څنګه یې چې حق دی، اوسنی حالت آن د تیر نظام د خلکو لپاره هم د خوښې وړ دی او وایی چې اوس د منکراتو مخه په بېسارې توګه نیول شوې ده.

اړوند موضوعات

د امربالمعروف، نهي عن المنکر او شکایاتو اوریدلو وزارت سرپرست د افغانستان لپاره د سولې انسټیټیوټ له مشر سره کتلي.

 

 

شیخ محمد خالد (الحنفي) هغوی ته په جواب کې و ویل ځینې کړۍ کوشش کوي چې مونږ د ښځو او تعلیم دښمنان وښيي خو نه اسلام هغه دین دی چې د ښځو حقوق یې خلکو ته واضح کړل او ښځه یې د انسانیت یوه برخه معرفي کړه، مونږ د شریعت په نظر کې نیولو سره د ښځو ټولو حقوقو ورکولو ته ژمن یو.

Leave a reply