د امربالمعروف، نهي عن المنکر او شکایاتو اوریدلو وزارت سرپرست د افغانستان لپاره د سولې انسټیټیوټ له مشر سره کتلي.

0
52

د امربالمعروف، نهي عن المنکر او شکایاتو اوریدلو وزارت سرپرست د افغانستان لپاره د سولې انسټیټیوټ له مشر سره کتلي.

16 فبروري 2023

 

نن چهارشنبه د امر بالمعروف نهی عن المنکر او شکایتونو اوریدلو وزارت سرپرست وزیر شیخ محمد خالد د افغانستان لپاره د اروپا د سولې انسټیټیوټ مشر ماريان زومبیلو او د یاد انسټیټیوټ مشاور فرانسوا ګوتاما سره وکتل.

 

د سولې انسټیوټ پلاوي وویل دوی له کلونو راهیسې د سولې برخه کې کار کوي، مختلفو لوریو سره اړیکې او ناستې لري، خو اوسنی د امنیت فرصت یې بسیاری وبللو.

 

دوی همدا راز د شخصیتونو د بیرته راغوښتلو کمیسیون یادونه هم وکړه چې دا یو مهم ګام دی راتلونکو خلکو ته باید نوره توجه هم وشي او دا کمیسیون کولی شي افغانانو سره کومک وکړي.

 

سرپرست وزیر شیخ محمد خالد د هغوی هڅې وستایلې او زیاته یې کړه چې امنیت په جنګ نه بلکې په سوله راتلی شي، زمونږ لوړ هدف هیوادوالو ته امنیت او په سوله کې ژوند کول دي، له عفوې وروسته د مقابل لوري هیڅ غړي ته مزاحمت نشته.

 

هغه زیاته کړه د افغانستان امنیت د ټولې نړۍ په ګټه او نا امني یې په زیان دی ټول باید هڅه وکړو چې راغلی امنیت دائمي شي.

افغانستان لپاره د سولې انسټیټیوټ مشر مارینا زمبیلو وویل: ستاسو لاسته راوړنې د ستايلو وړ دي نړۍ باید دا و نه کړي چې فشار څخه کار واخلي بلکې تصمیم د افغان حکومت او ملت کار دی.

اړوند موضوعات

د امربالمعروف او نهی عن المنکر سرپرست وزیر نن ورځ د بامیانو ولایت له علماؤ او متنفذینو سره ولیدل.

 

په پای کې سرپرست وزیر د هغوی د سولې هڅې وستایلې او زیاته یې کړه چې دغه کار ستره حوصله غواړي تاسو باید هر څه په سمه توګه ترسره او سرته ورسوئ، نړۍ پوهیږي چې د افغانستان لپاره د اسلامي امارت بدیل له هیڅ اړخه نشته نو د تعامل لار باید غوره او کار پرې وشي.

Leave a reply