د امربالمعروف او نهی عن المنکر سرپرست وزیر نن ورځ د بامیانو ولایت له علماؤ او متنفذینو سره ولیدل.

0
156

د امربالمعروف او نهی عن المنکر سرپرست وزیر نن ورځ د بامیانو ولایت له علماؤ او متنفذینو سره ولیدل.

11 جنوري 2023

 

د امر بالمعروف نهی عن المنکر او شکایتونو اوریدلو وزارت سرپرست وزیر شیخ خالد او د یاد وزارت معین مولوي عبدالرحمن منیر د بامیانو ولایت له علماؤ او قومي مشرانو سره ولیدل.

 

یادو علماء د نظام ملاتړ خپل مسئولیت وبللو او غوښتنه یې وکړه چې اوسنی نظام د قربانيو په ترڅ کې راغلی او هدف ترې د معروفاتو اقامه او د منکراتو ازاله وه اوس باید توجه وشي او مونږ یې همکاري خپل مسئولیت ګڼو.

 

سرپرست وزیر شیخ خالد هغوی ته لومړی ښه راغلاست و ویل، د همکاري قدرداني یې وکړه، اقامه د معروفاتو او ازاله د منکراتو یې د علماء مسئولیت یاد کړ چې همکاري یې اړینه ده، شل کلنې قربانۍ د همدې لپاره ورکړل شوې دي.

اړوند موضوعات

د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت سرپرست د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستیال مشر مارکس پوتزل سره ولیدل.

 

شیخ محمد خالد د همکاری ډاډ ورکړ او د بامیان خلک یې د نور هیواد په څیر له شل کلن اشغال څخه متضرره شوي یاد کړل چې اوس باید دغو پرهرونو رغولو ته توجه وشي.

Leave a reply