اسلامي امارت: سالنګ کې د زیات اورښت او طوفان له امله موټرو کې بند پاتې هیوادوال وژغورل شوه.
اسلامي امارت: سالنګ کې د زیات اورښت او طوفان له امله موټرو کې بند پاتې هیوادوال وژغورل شوه.
11 جنوري 2023
د سالنګ ولسوالۍ ولنګ سیمه کې د ډیر اورښت او طوفان له امله پنځه عرادې د مسافرو موټر د واورو لاندې شوي وه، چې پکې ټول مسافر بند پاتې وه، چې شیبه مخکې د سالنګونو د څار او ساتنې او یاد ولایت امنیتي مسؤلینو په هڅو وژغورل شول.
سیمې ته د ٣١٣ مرکزي قول اردو اړوند د پروان ولايت دویمې پلې لواء مجاهدینو ځان رسولی، ترڅو دسالنګونو د څار او ساتنې مسؤلینو سره دغه موټر له واورې څخه بهر کړي.
اړوند موضوعات
د سالنګونو تونل کې د اورلګیدنې له امله شهیدانو او ټپیانو سره اسلامي امارت ژوره خواشیني ښودلې.
دیادونې وړ ده چې سالنګ کې اوس مهال شدید طوفان او د واورې اورښت دوام لري.