د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو UNHCR مرستیال او مل پلاوي د بهرنیو چارو له وزیر سره کتلي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو UNHCR مرستیال او مل پلاوي د بهرنیو چارو له وزیر سره کتلي.
16 فبروري 2023
د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو د عالي کمېشنرۍ UNHCR مرستیال رؤوف مازو، د یو پلاوي په مشرۍ د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي اميرخان متقي سره وکتل.
د بهرنیو چارو وزیر هغوی ته د ښه راغلاست تر څنګ وویل چې عموما کډوال هغه وخت هیواد ته ستنیږي چې جګړه نه وي او اقتصاد وضعیت ښه وي، له نېکه مرغه اوس جګړه ختمه شوې خو د اقتصاد په برخه کې د امریکا له لورې اقتصادي بندیزونه او د افغانانو شتمنۍ کنګلول ددې بهیر د ټکني کېدو لامل ګرځېدلي دي.
امیرخان متقي هیله وښوده چې له هیواد څخه بهر د افغان مهاجرینو ستونزو ته په وخت رسېدنه وشي.
ورپسې ښاغلي مازو خوښي وښوده چې افغانستان اوس خوندي دی، بناء په کار ده چې کډوال خپلو سیمو او بانډو ته ستانه شي.
اړوند موضوعات
کابل کې میشت د ترکیې هیواد سفیر د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي مرستیال سره لیدلي.
نوموړي وویل په تېر یوه کال کې زیات شمیر کډوال هیواد ته راستانه شوي، چې د هغوی له جملې له ۶۰ زره کډوالو سره زموږ مرستې ترسره شوې دي، همدا راز د روان کال لپاره اراده لرو چې په اړمنو سیمو کې ۳۵ مکتبونه، ۲۰ کلینکونه، ۵۰۰۰ کورونه جوړ او ۵۰ زره کسانو ته د کوچنیو قرضونو د ورکړي اسانتیاوې رامنځ ته کړو.






