کابل کې میشت د ترکیې هیواد سفیر د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي مرستیال سره لیدلي.
کابل کې میشت د ترکیې هیواد سفیر د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي مرستیال سره لیدلي.
12 فبروري 2023
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په افغانستان کې د ترکیې هیواد سفیر جیهاد ارګینای د یاد وزارت له معین شیر محمد عباس ستانکزي سره وکتل.
خبرپاڼه زیاتوي سیاسي معین عباس ستانکزي په ترکیه کې د وروستۍ زلزلې په اړه خپله غمرازي شریکه کړه شهیدانو ته یې د مغفرت او زخمیانو ته یې د عاجلې شفاء غوښتنه وکړه
په یاده لیدنه کې د ترکیې سفیر ښاغلي ارګینای د ترکیې هیواد په استازیتوب د اسلامي امارت له اعلان شوې مرستې او غمرازۍ مننه وکړه.
اړوند موضوعات
کابل کې د ترکیې سفیر د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر سره کتلي دي
نوموړي سفیر زیاته کړه چې له افغانستان سره زموږ اړیکې د پراخېدو په حال کې دي او مږږ به تل د خپلو افغان وروڼو تر څنګ ولاړ یو.