د تشکیلاتو او معاشاتو کمیسیون غونډه کې د لوړو زده کړو او مالیې وزارت پر تشکیل او بودجه هر اړخیز بحث ترسره شوی.

0
142

د تشکیلاتو او معاشاتو کمیسیون غونډه کې د لوړو زده کړو او مالیې وزارت پر تشکیل او بودجه هر اړخیز بحث ترسره شوی.

2 اپریل 2023 یکشنبه

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء د دفتر ارګ څخه په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ریاست د اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ تیره ورځ د معاشونو او تشکیلاتو د تنظيم کمېسيون غونډه ترسره شوه.

 

په یاده غونډه کې چې د معاشونو او تشکیلاتو د تنظيم کمېسيون پر غړو سربېره د لوړو زدکړو وزارت سرپرست شیخ نداء محمد ندیم او د مالیې وزارت مالي او اداري معین مولوي حمدالله زاهد له خپلو مسلکي همکارانو سره حضور درلود، د تېر کال د تشکیل او مالي پلان ترڅنګ، کړنې او لاسته راوړنې، امتیازي معاشونه، NTA او د لوړو زدکړو او مالیې وزارتونو بالمقطع سهمیه په اړه هر اړخيزه توګه وارزول شوه.

اړوند موضوعات

در جلسه کمیسیون معاشات و تشکیلات با بودجه و تشکیل وزارت شهرسازی بحث قرار صورت گرفت.

 

دغه راز د لوړو زدکړو وزارت د علمي کادرونو او نورو ټولو علمي کادرونو لرونکو بنسټونو د غړو د حقونو او امتیاز د اجرا په اړه هراړخیز بحث وشو او په پای کې لازم تصمیمونه ونیول شول.

Leave a reply