د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د کابل چهارآسیاب له یو شمیر قومي مخورو او علماؤ سره لیدلي.

0
185

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د کابل چهارآسیاب له یو شمیر قومي مخورو او علماؤ سره لیدلي.

2 اپریل 2023 یکشنبه

د افغانستان اسلامي امارت د رئیس الوزراء د دفتر ارګ څخه په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر تیره ورځ د کابل ولايت د چهار آسیاب ولسوالۍ له یو شمېر قومي مخورو، مشرانو او علماوو سره ولیدل.

 

خبرپاڼه زیاتوي چې یادت لیدنه کې راغلو مشرانو د چهار آسیاب ولسوالۍ د مېشتو قومونو مخورو او مشرانو له اسلامي امارت څخه په ملاتړ څرګندولو وویل، دوی له حکومت سره هر ډول همکارۍ ته حاضر دي.

 

راغلو مشرانو همدارنګه د یادې ولسوالۍ د اوسېدونکو ستونزې او وړاندېزونه د رئیس الوزراء له سیاسي مرستیال سره شریک کړل.

 

د رئیس الوزراء سیاسي مرستیال د چهار آسیاب ولسوالۍ د میشتو قومونو له مشرانو مننه وکړه، چې په جهاد کې یې د افغانستان د نورو اوسېدونکو په څېر فعاله ونډه اخیستې او ډاډ یې ورکړ چې د چهار آسیاب ولسوالۍ د اوسېدونکیو د ستونزو حل ته به ځانګړې پاملرنه وشي.

اړوند موضوعات

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال تیره ورځ د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې او مل پلاوي سره کتلي.

 

مولوي عبدالکبیر وویل، اسلامي امارت په هېواد کې د ټولو قومونو د متوازن پرمختګ لپاره هڅې کوي او کابل د پلازمېنې په توګه له ځانګړې اهمیت نه برخمن دی.

Leave a reply