نامتو دیني عالم مفتي تقي عثماني د هیواد په اوسني سیاسي وضعیت کې سیاستوالو او نورو بنسټونو ته سپارښتنه کړې چې د ستونزو د هواري لپاره سره یوځای شي.
باغی ټي وي رپورټ
نامتو دیني عالم مفتي تقي عثماني د هیواد په اوسني سیاسي وضعیت کې سیاستوالو او نورو بنسټونو ته سپارښتنه کړې چې د ستونزو د هواري لپاره سره یوځای شي.
په ټولنيزه ميډيا خپل يو بيان کې مفتي تقي عثماني ليکلي چې که د يو کور خلک يو بل سره جنګيږي او په کور کې اور لګيږي نو په دې وخت کې به خبرې کيږي چې اور چا پيل کړی او يا يوازنۍ لاره به همدا وي؟ ټول په ګډه سره اور مړ کړئ؟
نوموړي زیاته کړې، چې د اوسني بحران یوازینۍ حل لاره دا ده، چې ټولې خواوې او بنسټونه د کرکې او دښمنۍ پر ځای د هېواد د ژغورلو لپاره سره متحد شي.مفتي تقي عثماني د قرآن کریم آیت ته په اشارې سره وویل: ټول مسلمانان سره وروڼه دي، نو د خپلو دوو وروڼو تر منځ سوله وکړئ او له الله تعالی څخه ووېرېږئ، تر څو پر تاسو رحم وشي.
هغه وويل، دا د خلکو او بانفوذه خلکو دنده ده چې د قرانکريم دغه حکم تعقيب کړي او هڅه وکړي چې مشران سره يو ځاى شي.شیخ الحدیث په ټولنیزو رسنیو کې لیکلي چې پوځ او عدلیه باید په سیاست کې لاسوهنه ونه کړي، خو په داسې سختو حالاتو کې دا د دوی دنده ده چې ګوندونه سره یو کړي او د هېواد او ملي امنیت لپاره په بې پرې توګه ستونزه حل کړي. . الله ج دی ورته توفیق ورکړی، آمین.
اگر کسی گھر کے لوگ آپس میں لڑ رہے ہوں اور گھر میں آگ لگ جائے توکیا اس وقت یہ بحث کی جائیگی کہ آگ کس نے لگائی یا واحد راستہ یہ ہوگا کہ سب ملکر آگ بجھائیں؟ موجودہ بحران کا حل صرف یہی ہے کہ تمام جماعتیں اور ادارے منافرت اور دشمنی کے بجائے سرجوڑکرملک کوبچائیں
— Muhammad Taqi Usmani (Official) (@muftitaqiusmani) April 1, 2023