د سټنډرډ ملي ادارې د بې کیفیته تیلو نیږدې ۳۰ ټانکرونه بیرته ایران هیواد ته ستانه کړي.
د سټنډرډ ملي ادارې د بې کیفیته تیلو نیږدې ۳۰ ټانکرونه بیرته ایران هیواد ته ستانه کړي.
6 اپریل پنشنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د سټندرډ ملي ادارې له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ایران لخوا صادر شوي تېل یې بېرته هغه هیواد ته مسترد کړي دي.
خبرپاڼه زیاتوي چې له څو ورځو راهیسې یې د بې کیفیته تېلو ۲۹ ټانکرونه بېرته ایران ته ورګرځولي، لامل یې د دې ټانکرونو تېل بې کیفیته او د دوی د ادارې د سټنډرډونو سره یې هېڅ سمون نه درلود.
خبرپاڼه زیاتوي، چې په دې وروستیو کې سټنډرډ ملي ادارې په خورا جدیت د بې کیفیته تېلو د واردولو د مخنیوي لپاره عملي ګامونه پورته کړي دي.
د یادونې وړ ده چې دې ادارې په تېر کې هم د بې کیفیته تیلو او نورو سون توکو مخه نیولې ده.دسټنډرډ ملي ادارې د هیواد له ټولو سوداګرو غوښتي چې هیواد ته باکیفیته توکي وارد کړي.د بې کیفیته توکو په واردولو کې به له قانوني چلن سره مخ شي.
اړوند موضوعات
کندهار کي د سټنډرډ ملي اداره وايي د بېکیفیته تیلو د پلور اجازه هیچاته نه ورکوو.
هېره دې نه وي چې په دې وروستیو کې د سټنډرډ ادارې د بې کیفیته توکو پر وړاندې جدي تدابیر نیولي.