د کورنیو چارو وزارت امنیتي پولیسو د هیواد په ۵ ولایتونو کې ۲۴ تنه د غلا، قاچاق او نورو جرمونو په تړاو نیولي.

0
244

د کورنیو چارو وزارت امنیتي پولیسو د هیواد په ۵ ولایتونو کې ۲۴ تنه د غلا، قاچاق او نورو جرمونو په تړاو نیولي.

6 اپریل پنشنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت ‏امنیتي پولیسو ۲۸ کسه په ورستیو ۲۴ ساعتونو کې د غلا، ناقانونه وسلو ګرځولو، وسله وال برید او د قتل د هڅې په تړاو د هیواد په ۵ ولایتونو کې نیولي دي.

 

خبرپاڼه زیاتوي چې د دغو کسانو له منځه، ۶ تنه د غلا په تړاو له یو میل وسلې، دوه تنه له چاودیدونکو توکو سره په کندهار، ‏څلور تنه په تخار کې د ناقانونه وسلو ګرځولو او دوه تنه د یو کس د وژلو د هڅې په تړاو، اته غله په هرات، څلور تنه د غلا په تړاو په نیمرزو او یو غل په کابل کې نیول شوی دی.

اړوند موضوعات

کورنیو چارو وزارت پولیسو د پلازمینې په ګډون د هیواد په ۷ ولایتونو کې ۴۲ تنه د بیلابیلو جرمونو په تړاو نیولي.

 

په ورته وخت کې، د ترورېزم ضد پولیسو ګڼ شمېر وسلې او مهمات په غزني او هرات کې ترلاسه او ضبط کړي دي.

Leave a reply