کورنیو چارو وزارت پولیسو د پلازمینې په ګډون د هیواد په ۷ ولایتونو کې ۴۲ تنه د بیلابیلو جرمونو په تړاو نیولي.

0
80

کورنیو چارو وزارت پولیسو د پلازمینې په ګډون د هیواد په ۷ ولایتونو کې ۴۲ تنه د بیلابیلو جرمونو په تړاو نیولي.

2 اپریل 2023 یکشنبه

د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت د جنایي جرمونو په وړاندې د مبارزې منسوبینو ۴۲ کسه د غلا، وژنې، د وسلو ناقانونه ساتلو او لېږد او ورته نورو جرمونو په تړاو په پلازمېنه کابل، زابل، تخار، ننګرهار، هرات، غزني او هلمند ولایتونو کې نیولي دي.

 

خبرزیاتوي چې په دوی کې، ۱۷ کسه د غلا او ټپي کولو په تړاو په ننګرهار، دوه تنه د وسلو د ناقانونه ساتلو او دوه تنه وسله وال غله په تخار، څلور تنه په کابل کې د موټر تښتولو، درې غله په زابل، یو غل او یو تن د قتل په تړاو په هرات او دوه تنه غله په غزني کې نیول شوي دي.

اړوند موضوعات

د نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو غور او سرپل ولایتونو کې د نشه‌‌یي‌توکو دوه کارخونې کشف او له منځه وړي دي.

 

په ورته وخت کې، د هلمند د امنیه قومندانۍ منسوبینو ۱۰ تنه په تېره یوه اونۍ کې د غلا په تړاو نیولي دي.

حماد

Leave a reply