د حج او عمرې ملي کمیټې غونډه کې د حاجیانو پر لیږد او اسانتیاوو رامنځته کولو هر اړخیز بحث ترسره شوی.

0
179

د حج او عمرې ملي کمیټې غونډه کې د حاجیانو پر لیږد او اسانتیاوو رامنځته کولو هر اړخیز بحث ترسره شوی.

6 اپریل پنشنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت ‏د ریاست الوزرا له دفتر څخه په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ریاست د اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د حج او عمرې ملي کمېټې غونډې نن د یادې کمېټې د غړو په حضور او د هوایي شرکتونو د باصلاحیته او تخنیکي استازو په ګډون ترسره شوه.

 

خبرپاڼه زیاتوي چې یاده غونډه کې د الوتنو د مهالوېش، سعودي عربستان ته د روان کال د حاجیانو د لېږد د مسوولیت او له مرکز او زونونو څخه د حاجیانو د انتقال په برخه کې د لازمو اسانتیاوو په اړه هراړخیز بحث وکړ او لازم تصمیمونه ونیول شول.

اړوند موضوعات

د حج او عمرې ملي کمیټې غونډه کې د حاجیانو پر لیږد، اسانتیاوو او پیسو راټولولو هر اړخیز بحثونه ترسره شوي.

 

یاده دې وي چې نیږدې دوه میاشتې وروسته د روان کال د حج موسم شروع کیږي، چې افغان حکومت د حاجیانو د اسانتیاوو لپاره له مخې اقدامات کوي.

حماد

Leave a reply