د حج او عمرې ملي کمیټې غونډه کې د حاجیانو پر لیږد، اسانتیاوو او پیسو راټولولو هر اړخیز بحثونه ترسره شوي.

0
107

د حج او عمرې ملي کمیټې غونډه کې د حاجیانو پر لیږد، اسانتیاوو او پیسو راټولولو هر اړخیز بحثونه ترسره شوي.

21 مارچ سه شنبه 2023

 

د رياست الوزراء اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د ۱۴۴۴ ه ق کال د حج او عمرې ملي کمېټې غونډه جوړه شوه.

 

په دې غونډه کې د توظيف شويو کمېټو له لوري د مخکېنيو ناستو پر دوام د بانکونو په واسطه د حاجيانو د پيسو د راټولو او لېږد او د هوايي شرکتونو له لوري د ۱۴۴۴ ه ق کال حاجيانو د پروازونو د ترتيب، دوی ته د پاسپورټونو او اړتيا وړ واکسينونو برابرولو او تطبيق باندې هر اړخیز بحثونه ترسره شول.

 

همدا راز د کډوالو افغانانو د سهميې په اړه راپور وړاندې شو، چې په اړه يې د حج او عمرې ملي کمېټې له لوري لازم تصميمونه ونيول شول.

 

همداراز د حج پروسې د چارو د لاښه انسجام او غوره همغږۍ په موخه له اړوندو ادارو څخه د يوې کميټې او د حاجيانو لپاره د مرکز او زونونو په هوايي ډګرونو د لازمو آسانتياو د رامنځته کولو په موخه توظيف او دنده وروسپارل شوه.

اړوند موضوعات

د ۱۴۴۴هـ ق کال د حج او عمرې ملي کمیټې غونډه کې د حاجیانو په لیږد رالیږد او اسانتیاوو خبرې اترې شوي.

 

 

خبرپاڼه زیاتوي چې یادې کمیټې هدف دا دی ترڅو د حج پروسې تر پای ته رسېدو پورې وخت په وخت د خپلو اجرااتو راپور د حج او عمرې ملي کميټې ته وړاندې کړي.

Leave a reply