د ۱۴۴۴هـ ق کال د حج او عمرې ملي کمیټې غونډه کې د حاجیانو په لیږد رالیږد او اسانتیاوو خبرې اترې شوي.
17 مارچ جمعه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د ارګ څخه په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ۱۴۴۴ هـ ق د حج او عمرې ملي کمېټې غونډه پرون د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ ترسره شوه.
په دې غونډه کې، د حاجيانو د پيسو ټولولو او لېږد په اړه د خصوصي بانکونو او ملي بانک استازو او د حاجيانو د لېږد او پروازونو په اړه د هوايي شرکتونو استازو سره هر اړخیز بحث ترسره شو.
اړوند موضوعات
د حج او عمرې کمیټې غونډه ترسره او د حاجیانو د لیږد او اسانتیاوو په اړه هر اړخیز بحث ترسره شوی.
همداراز د پاسپورټونو برابرولو او د ارشاد، حج او اوقافو وزارت او د پاسپورټونو عمومي رياست او د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د مرکز او رياستونو اړوند د حاجيانو مجتمع ګانو چارو ترمنځ د تفاهم او همغږۍ په اړه هر اړخيز بحثونه وشول او په دې اړه لازم تصميمونه ونيول شول.