د حج او عمرې کمیټې غونډه ترسره او د حاجیانو د لیږد او اسانتیاوو په اړه هر اړخیز بحث ترسره شوی.

0
263

د حج او عمرې کمیټې غونډه ترسره او د حاجیانو د لیږد او اسانتیاوو په اړه هر اړخیز بحث ترسره شوی.

3 مارچ جمعه 2023

 

د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا د مقام څخه په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ریاست د اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د ۱۴۴۴ هـ ق کال د حج او عمرې ملي کمېټې غونډه تیره ورځ ترسره شوه.

 

په دې غونډه کې، د حاجيانو د پيسو ټولولو او لېږد په اړه د خصوصي بانکونو استازو او د الوتنو په اړه د هوايي شرکتونو استازو سره هر اړخيزې خبرې وشوې.

اړوند موضوعات

د حج او عمرې ملي کمیټې د غونډو په څرنګوالي، د حاجیانو د لیږد او په نورو موضوعاتو هر اړخیز بحث کړی.

 

همداراز د عامې روغتیا وزارت له لوري د ډاکترانو او کلينيکونو د شمېر ټاکلو او د بيت الله شريف حج په جريان کې حاجيانو ته د غوره خدمتونو وړاندې کولو په اړه بحث وشو او په دې اړه لازم تصميمونه ونيول شول.

Leave a reply