د حج او عمرې ملي کمیټې د غونډو په څرنګوالي، د حاجیانو د لیږد او په نورو موضوعاتو هر اړخیز بحث کړی.

د حج او عمرې ملي کمیټې د غونډو په څرنګوالي، د حاجیانو د لیږد او په نورو موضوعاتو هر اړخیز بحث کړی.
19 فبروري 2023
د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا د دفتر څخه په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ریاست د اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د ۱۴۴۴ هـ ق کال د حج او عمرې ملي کمېټې غونډه ترسره شوه.
خبر زیاتوي چې په یاده غونډه کې د غونډو ترسره کولو څرنګوالي، د تخنيکي او روغتيايي کمېټو جوړولو او د پاسپورټونو او تذکرو وېشلو په برخو کې د اسانتياوو رامنځته کولو په اړه هر اړخیز بحث ترسره شو.
اړوند موضوعات
د اسلامي امارت اداري کمیسیون کې د امنیتي ارګانونو د وظیفوي تداخل په اړه هر اړخیز بحث ترسره شوی.
همدا راز واکسين، په واحد ځای کې د بانکي چارو ترسره کولو او د ۱۴۴۴ هـ ق کال د حاجيانو لېږد په اړه هر اړخيز بحث او په دې تړاو لازم تصميمونه ونيول شول.





