مولوي امیرخان متقي سرحدي پولیس په بندرونو کې د حکومت استازیتوب کوي باید له ټولو خلکو سره ښه چلند وکړي.
مولوي امیرخان متقي سرحدي پولیس په بندرونو کې د حکومت استازیتوب کوي باید له ټولو خلکو سره ښه چلند وکړي.
4 اپریل سه شنبه 2023
د افغانستان اسلامی امارت د سرحدي پولیسو لوی ریاست د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره خبر ورکړی چې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوی امیرخان متقی د سرحدی پولیسو د لوی ریاست په قرارګاه کي د نړیوالو هوایي ډګرونو قوماندانانو او په ځمکني بندرونو کې د سرحدي پولیسو کمیسارانو، د کشف، پیژند او تعلیماتو مسولینو په دایر شوي ۶ ورځني مسلکي سمینار کې ګډون وکړو.
نوموړي د خپلو خبرو په لړ کې وویل تاسو په نړیوالو هوایي ډګرونو او ځمکنیو بندرونو کې د افغانستان اسلامي امارت استازیتوب کوئ، نو باید د داخلي او خارجي مسافرینو سره د ښه اخلاقو څخه کار واخلئ، د یونیفورم په سمبالیدو سره باید ښه نظم رامنځته کړئ، د ګاونډیو هیوادونو د کمیساریو مسولینو سره ښې اړیکې وساتئ، د ملی تجارانو سره ښه برخورد وکړئ، د قاچاقي توکو څخه مخنیوی وکړئ.
اړوند موضوعات
امیرخان متقي: پاکستان باید خپلې ستونزې پخپل کور کې وګوري او موږ ته دې د ملامتۍ ګوتې نه نیسي.
همدا راز امیرخان متقي د خپلو خبرو په لړ کې زیاته کړه چې د پولو ساتنه فرض ده، ولې د احساساتو څخه باید کار وانه خیستل شي او ستونزې باید د سیاسي او دیپلوماتیکو خبرو له لارې حل او فصل شي.
حماد