امیرخان متقي: پاکستان باید خپلې ستونزې پخپل کور کې وګوري او موږ ته دې د ملامتۍ ګوتې نه نیسي.

امیرخان متقي: پاکستان باید خپلې ستونزې پخپل کور کې وګوري او موږ ته دې د ملامتۍ ګوتې نه نیسي.

1 فروري 2023

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي نن ورځ د معتادینو د درملنې او ساتنې د ۵زره بستریز مرکز پرانیست غونډه کې وینا وکړه د او د پېښور په پولیس لاینز جومات کې د برید په اړه یې وویل چې پاکستان دې د یاد برید په اړه دقیقه څېړنه وکړي او داسې پېښې دې افغانستان ته نه منسوبوي.

 

مولوي امیر خان متقي ویلي چې پاکستان باید خپلې ستونزې په خپل کور کې وګوري او د دې هیواد له وزیرانو یې غوښتي څو د خپل بام واورې د نورو په بام وانچوي.

 

نوموړي زیاته کړی چې افغانستان ته دې د ملامتۍ گوته نه نیول کیږي او که څوک وایې چې افغانستان کې د ترهګرو مرکز دی، نو بیا به دا ترهګر له افغانستانه چین، تاجکستان، ازبکستان، ایران او نورو ګاونډیو هیوادونو ته ولې نه ورځي؟ دده په وینا نن هغو ټولو هیوادونه او افغانستان کې امنیت دی.

 

د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي څرګندونې په داسې حال کې دي چې له دې وړاندې د پاکستان پارلمان د یادې پېښې په اړه پرله پسې غونډې کوي.

اړوند موضوعات

اسلامي امارت د پیښور په یو مسجد کې وژونکی برید غندلی او خپله ژوره خواشیني یې څرګنده کړی.

 

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناءالله ویلي چې یاد ترهګیز بریدونه زمونږ د ناکامه پالیسیو نتیجه ده. همدا راز د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف ویلي، تر څو چې له TTP سره مذاکرات ونکړو، یاد ترهګریز بریدونه به دوام کوي.

حمادشیرزاد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

WPS电脑版

telegram中文

telegram中文

Telegram电脑版

搜狗输入法设置

有道文档翻译

Telegram中文

TelegramAPK下载

Telegram中文

有道翻译电脑版

有道翻译电脑版

汽水音乐电脑版官网

Telegram官网

rar压缩软件下载

TelegramAPK下载

TelegramAPK下载

汽水音乐电脑版下载

爱思助手电脑版

telegram

汽水音乐下载

telegram

Telegram下载

汽水音乐

汽水音乐下载

有道翻译下载