اسلامي امارت د پیښور په یو مسجد کې وژونکی برید غندلی او خپله ژوره خواشیني یې څرګنده کړی.

اسلامي امارت د پیښور په یو مسجد کې وژونکی برید غندلی او خپله ژوره خواشیني یې څرګنده کړی.
30 جنوري 2023
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې د پیښور په یو مسجد کې ننی وژونکی برید غندلی او د یاد برید له امله یې خپله ژوره خواشیني څرګنده کړی.
خبرپاڼه زیاتوي چې په خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې نن ورځ دخیبر پښتونخوا په پيښور ښار کې په یوه مسجد کې د چاودنې له امله گڼو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ډیری نور ټپیان شوي دي.
اسلامي امارت په مساجدو کې په عبادت کونکو باندې بـريـد غـنـدي او داسې کړنې د اسلام د مبارک دین له احکامو سره په تضاد کې بولي.
اسلامي امارت په دغه پیښه کې وژل شوو کسانو لپاره له الله تعالى څخه د مغفرت او جنت او ټپيانو ته د عاجلي شفاء غوښتنه کوي.
او همدا راز د يادو متضرر شوو کسانو له کورنيو او خپلوانو سره خپله ژوره خواخوږي او غمشريكي شريكوي.
اړوند موضوعات
پاکستان کې د افغان دولت سفارت د پیښور پولیس لاین سیمې جومات کې چاودنه په کلکو ټکو غندلې.

د راپورونو له مخې نن غرمه مهال د پیښور پولیس لاین سیمه کې پر یوه جومات چاودنه ترسره شوې، چې ۱۵۰ کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
حماد





