پاکستان کې د افغان دولت سفارت د پیښور پولیس لاین سیمې جومات کې چاودنه په کلکو ټکو غندلې.

0
131

پاکستان کې د افغان دولت سفارت د پیښور پولیس لاین سیمې جومات کې چاودنه په کلکو ټکو غندلې.

30 جنوري 2023

 

په اسلام اباد کې د افغانستان اسلامي امارت سفارت په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چې د پیښور پولیس لاین جومات کې برید د اسلام ضد کړیو دی.

 

خبرپاڼه زیاتوي: د افغانستان سفارت د پېښور ښار د پولیسو لاین په جومات کې د نن ورځې وحشیانه ترهګریز برید چې لسګونو لمونځ کوونکو ته یې مرګ ژوبله واړوله په کلکه غندي او د پاکستان له خلکو او حکومت سره خپله خواخوږي څرګندوي.

 

سفارت په خپله خبرپاڼه کې دعاء کړی چې خدای دې ټولو شهیدانو ته جنتونه ورکړي او ټپیانو ته دې عاجله شفا ورکړي.

 

خبرپاڼه زیاتوي چې بې له شکه پر جوماتونو او عبادت کوونکو بریدونه د اسلام په سپېڅلي دین کې ځای نه لري.

اړوند موضوعات

امنیتي چارواکو تایید کړې چې د پولیس لاین چاودنه یو ځانمرګی برید وو.

 

د راپورونو له مخې نن غرمه مهال د پیښور پولیس لاین سیمه کې پر یوه جومات چاودنه ترسره شوې، چې ۱۵۰ کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

Leave a reply