د ننګرهار د کانال رئیس د ازبکستان د نباتي تخمونو او امراضو متخصص او مل پلاوي سره کتلي.

0
252

د ننګرهار د کانال رئیس د ازبکستان د نباتي تخمونو او امراضو متخصص او مل پلاوي سره کتلي.

3 اپریل دوشنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د ننګرهارکانال شرکت مطبوعاتي دفتر په خپله یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد شرکت رئیس مولوي غلام الرحمن د ازبکستان د نباتي تخمونو او امراضو د متخصص ابرار قلندروف سره پخپل دفتر کې وکتل.

 

په دې لېدنه کې په فني او مسلکي، ظرفیت لوړونې، کرنیزو تخمونو ترویج، هڅونې برخه کې، اصلاح شوو تخمونو کښت او ترویج، سړو خونو جوړولو، د کرنې میکانیزه کولو، د اوبه خور د څاڅکو سیستم برخه کې او نورو برخو باندې خبرې وشوې او یاد متخصص په دغو برخو کې د مرستې او همکارۍ چمتووالی څرګند کړ.

راغلو میلمنو ته د ننګرهارکانال شرکت رئیس مولوي غلام الرحمن هرکلې ووایه او د هر راز همکارۍ بشپړ ډاډ يې ورکړ او زیاته یې کړه چې د ننګرهار وادي کرنيز شرکت د هېواد ستر هر اړخيز (اقتصادي، ښوونيز، د کرني د پرمختګ، ساختماني، عمارتي او داسې نورو څخه متشکل) دولتي شرکت دى.

اړوند موضوعات

ننګرهار رسنیو دفتر ویلي چې یاد ولایت کې د کانال ښارګوټي پاتې چارې تر سره کيږي.

 

همدا راز نوموړي وویل چې یاد شرکت د کرکيلي پراخه ځمكې لري، چې د ټولنيز پرمختګ ترڅنګ د ملي اقتصاد په پياوړتيا کې اساسي او مهم رول لوبوي، چې د هېواد د صادراتو په برخه کې يې ونډه د پام وړ ده.

Leave a reply