ننګرهار رسنیو دفتر ویلي چې یاد ولایت کې د کانال ښارګوټي پاتې چارې تر سره کيږي.

0
229

ننګرهار رسنیو دفتر ویلي چې یاد ولایت کې د کانال ښارګوټي پاتې چارې تر سره کيږي.

5 مارچ یکشنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر پخپله یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ولایت د کانال ښارګوتي پاتې چارې به زر روانې او بشپړې شي.

 

خبرپاڼه کې راغلي چې د ننګرهار کانال رئیس مولوي غلام الرحمن کظيم وايي، چې په دې ولايت کې د کانال اړوند ښارګوټی چې شل کاله وړاندې يې د بنسټ ډبره ايښودل شوې او شل سلنه کارونه يې هم تر سره شوي پلان لري چې ډېر ژر يې پاتې کارونه پيل کړي.

 

دا ښارګوټی چې د جلال اباد ښار شپږمې ناحيې اړوند حلقوي سړک ترڅنګ دی د ۵۲ بلاکونو لومړنۍ چارې يې تر سره شوي دي.

اړوند موضوعات

ننګرهار رسنیو دفتر: د ننګرهار کانال ریاست کې د مالټو تازه بڼونه جوړیږي.

 

دا ښارګوټی چې ۱۷۱ جریبه ساحه کې جوړيږي په کې استوګنيز کورونه، مارکيټونه، د تفريح ځايونه، جومات او نور ملحقات په نظر کې نيول شوي دي.

حماد

Leave a reply