افغاني سرې میاشتې ټولنې بامیان او پنجشیر ولایتونو کې نیږدې ۳۵۰ کورنیو سره مرستې کړي.

افغاني سرې میاشتې ټولنې بامیان او پنجشیر ولایتونو کې نیږدې ۳۵۰ کورنیو سره مرستې کړي.
3 اپریل دوشنبه 2023
د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې یادې ټولنې پنجشیر کې له ۳۱ زلزله او باران ځپلو او بامیانو کې ۳۰۰ اړمنو کورنیو سره مرسته کړی.
خبر زیاتوي چې د بامیانو ولایت د مرکز اړوند د دره سادات د بېلابېلو کلیو ۳۰۰ اړمنو کورنیو ته تیره ورځ د یادې ټولنې له لورې د ۱۲ قلمه خوراکي او غير خوراکي توکو مرسته وویشل شوه.
په مرسته شویو توکو کې هرې کورنۍ ته ۵۰ کيلو اوړه، ٢ لیتره غوړي، یوه کيلو لوبیا، یوه کيلو بوره، ۵ پاکټه مکروني، ۲ قطۍ رُب، ۲ کیلو دال، ۱ پاکټ مالګه، ۱ کیلو وریژې ،۱ تخته فرش، يو پاکټ د جامو وینځلو صابون، ۲جوړه ښځینه چپلکې او د ماشومانو بېلابېل ډول البسه شامل وو.
اړوند موضوعات
افغاني سرې میاشتې ټولنې تخار ولایت کې د زلزله ځپلو سره د خوراکي او غیرخوراکي توکو مرسته کړی.
همدا راز پنجشېر ولایت کې د وروستیو بارانونو، زلزلې او سیلابونو له امله له ۶ زلزله ځپلو او ۲۵ ورښت او سیلاب ځپلو کورنیو سره د ۶ قلمه غیرخوراکي توکو مرسته وشوه. چې په ویشل شوې مرسته کې کمپلې، ترپالونه، د پخلنځي ۱۳ قلمه لوښي، سطلونه، خیمه او د اوبو د ذخیره کولو بوشکې شامل وو.






