افغاني سرې میاشتې ټولنې تخار ولایت کې د زلزله ځپلو سره د خوراکي او غیرخوراکي توکو مرسته کړی.

0
204

افغاني سرې میاشتې ټولنې تخار ولایت کې د زلزله ځپلو سره د خوراکي او غیرخوراکي توکو مرسته کړی.

27 مارچ دوشنبه 2023

د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې یادې ټولنې د تخار ولایت په کلفګان، ورسج او فرخار ولسوالیو کې نیږدې ۱۰۰ زلزله ځپلو کورنیو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته کړی.

خبرپاڼه زیاتوي چې د وروستۍ زلزلزلې وروسته تخار ولایت کلفګان ولسوالۍ کې ۹۶ سروې شویو کورنیو له ډلې ۱۷ زلزله ځپلو کورنیو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته وشوه.

یاده مرسته کې ۴ بابه خیمې، ۱۱۹ کمپلې، ۳۴ اوبو بوشکې، ۱۷ روغتیایې کیټونه، ۱۷ جمپرې، ۱۷ کیلو چای، ۱۱۹ چکۍ صابون، ۱۷ پاکټه کالیو مینځلو پوډر او ۱۷ پاکټه مکروني شامل وو.

 

همدا راز د تخار ولایت ورسج، فرخار او کلفګان ولسوالیو کې د وروستۍ زلزلې له امله له زیانمنو شویو ۷۹ کورنیو سره د ۱۰ قلمه خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته وشوه.

اړوند موضوعات

افغاني سرې میاشتې ټولنې نورستان او کنړ ولایتونو کې څه باندې ۳۰۰ کورنیو سره مرستې کړي.

 

یاده مرسته کې ۶۹ خیمې، ۵۵۳ کمپلې، د روغتیاساتنې د توکو ۷۹ بستې، د اغوستن توکي او یو شمېر نور توکي شامل وو.

Leave a reply