افغاني سرې میاشتې ټولنې نورستان او کنړ ولایتونو کې څه باندې ۳۰۰ کورنیو سره مرستې کړي.

0
151

افغاني سرې میاشتې ټولنې نورستان او کنړ ولایتونو کې څه باندې ۳۰۰ کورنیو سره مرستې کړي.

25 مارچ شنبه 2023

د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې یادې تولنې د نورستان ولایت واما ولسوالۍ کې ۵۲ زلزله ځپلو کورنیو او کنړ مرکز کې له ۲۵۰ اړمنو کورنیو سره مرسته کړې.

 

خبرپاڼه زیاتوي چې د نورستان واما ولسوالۍ کې د ۲۵ زلزله ځپلو کورنیو سره مرسته وشوه، یاده مرسته کې ټولټال ۳۱۲ کمپلې، ۵۲ ترپالونه، د پخلنځي د لوښو ۵۲بستې، ۶۲۴ کلچې صابون، ۵۲ کیلو شین چای، ۱۰۴ د اوبو ذخیره کولو بوشکې، هرې کورنۍ ته یوه بوجۍ اوړه او یو شمېر خیمې شاملې وی.

همدا رار ‏د کونړ ولایت د مرکز اړوند سیمو ۲۵۰ اړمنو کورنیو ته د خوراکي او غیر خوراکي توکو ۱۰ قلمه مرسته وشوه.

اړوند موضوعات

افغاني سرې میاشتې ټولنې بلخ ولایت کې دوه سوه اړمنو کورنیو سره مرستې کړي.

 

یاده مرسته کې هرې کورنۍ ته بوره، غوړي، شین چای، صابون، جمپر، څادرونه، بېلابېله البسه، توشکونه او یو شمېر نور توکي ورکړل شول.

Leave a reply