ننګرهار رسنیو دفتر: پاکستاني چارواکو ۴۹ تنه افغان بندیان تورخم پوله باندې افغان لوري ته وسپارل.

0
209

ننګرهار رسنیو دفتر: پاکستاني چارواکو ۴۹ تنه افغان بندیان تورخم پوله باندې افغان لوري ته وسپارل.

 

3 اپریل دوشنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د ننګرهار ولایت د رسنیو له دفتره په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نن دوشنبه د پاکستان هېواد له لوري ۴۹ تنه هغه افغان ځوانان چې پاکستان هېواد کې د اسنادونو نشتون له امله نیول شوي و، تورخم کې د کډوالو چارو امریت ته وسپارل.

 

د خبر له مخې په دغو ډيپوټ شویو افغانانو کې د لوګر، مزار ننګرهار، سمنګان، کندز او کونړ ولایاتو ځوانان شامل وو.

اړوند موضوعات

د کراچۍ له زندانونو څخه نن ورځ د ښځو او ماشومانو په ګډون ۷۴ تنه افغان بندیان آزاد او هیواد ته ولیږدول شول.

 

یاده دې وي چې په دا وروستیو کې په پاکستان هیواد کې زیات شمیر افغانان د اسنادو د نشتون له کبله نیول شوي، چې ځینې یې آزاد او ځینې لا هم بندیان دي.

Leave a reply