د کراچۍ له زندانونو څخه نن ورځ د ښځو او ماشومانو په ګډون ۷۴ تنه افغان بندیان آزاد او هیواد ته ولیږدول شول.
د کراچۍ له زندانونو څخه نن ورځ د ښځو او ماشومانو په ګډون ۷۴ تنه افغان بندیان آزاد او هیواد ته ولیږدول شول.
7 مارچ سه شنبه 2023
په اسلام آباد کې د افغانستان اسلامي امارت لوی سفارت پخپله یو تازه ویډیوي راپور کې خبر ورکړی چې نن، د مارچ ۷ مه، په اسلام آباد کې د اسلامي امارت سفارت او په کراچۍ کې د افغان جنرل قونسلګرۍ په هڅو ۷۴ تنه افغان بندیان د سند ایالت له زندانو آزاد او هېواد ته منتقل شول.
یاد سفارت ویلي چې په دغه کې ۲۶ میرمنو سربیره ماشومان او نارینه هم موجود وه، چې د سندایالت له بیلابیلو زندانونو آزاد شول.
په کراچۍ ښار کې د افغانستان قونسلګرۍ ویلي چې ټاکل شوې ٧٠ تنه نور افغانان چې ٢٧ نارينه، ١٩ ښځې او ٢۴ ماشومان پکې شامل دي په راتلونکو ورځو کې د سيند له زندانونو څخه ازاد شي.
اړوند موضوعات
د کراچۍ له ځايي زندان څخه د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۳۷ افغان بندیان خوشې شول
تر دې دمه ۱۵۳۷ تنه افغان بندیان د پاکستان له زندانونو آزاد او د سفارت او قونسلګرۍ په مصارفو هېواد ته لیږدول شوي دي.
حماد