د کراچۍ له ځايي زندان څخه د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۳۷ افغان بندیان خوشې شول

باغي ټي وی رپورټ
د کراچۍ له ځايي زندان څخه د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۳۷ افغان بندیان خوشې شول.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، دغه بندیان به د چمن له لارې افغانستان ته ولېږدول شي.

د افغانستان د اطلاعاتو وزارت وايي، په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت د دغو بندیانو د خوشې کولو هڅې کړې دي.

خوشي شوي بندیان په دریو بسونو کې سپاره شول او په کراچۍ کې د اسلامي امارت د کونسلګرۍ د مرستیال مولوي سید عبدالجبار په حضور کې افغانستان ته روان شول.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *