المپیک نړیوالې ټولنې د پاریس ۲۰۲۴ کال نړیوالو سیالیو کې د افغانستان ګډون د انجونو تعلیم او سپورټ خلاصون پورې مشروط کړی.

المپیک نړیوالې ټولنې د پاریس ۲۰۲۴ کال نړیوالو سیالیو کې د افغانستان ګډون د انجونو تعلیم او سپورټ خلاصون پورې مشروط کړی.
31 مارچ جمعه 2023
د المپیک نړیوالې ټولنې د پاریس د ۲۰۲۴ کال نړیوالو سیالیو کې د افغانستان گډون، یو وار بیا تعلیم او سپورت ته د افغان نجونو په لاسرسي پورې مشروط کړ.
د المپیک نړیوالې کمیټې ویلي چې د پر لپسې غوښتنو سره سره بیا هم په افغانستان کې نجونو او ښځو لپاره د تعلیم او سپورت د لاسرسي برخه کې کوم پرمختگ ندی شوی.
د المپیک نړیوالې کمیټې زیاته کړې د پاریس په ۲۰۲۴ کال المپیک سیالیو کې د افغانستان المپیک ټیم گډون د دې کمیټې لخوا افغانستان ته د ټاکل شويو شرایطو پوره کیدو او پدې هیواد کې د نجونو او ښځو لپاره سپورت ته لاسرسي برخه کې پر پرمختگ باندې تړلی دی.
اړوند موضوعات
د المپیک نړیوال ټولنې د دغه پریکړې په تړاو د افغانستان المپیک کمیټې تر اوسه کوم غبرګون نه دی ښکاره کړی.






