مولوي عبدالکبیر: ا.ا انجونو ته د زده کړو او ښځو ته د کار او سوداګرۍ د ښه چاپیریال برابرولو ته ژمن دی.

0
143

مولوي عبدالکبیر: ا.ا انجونو ته د زده کړو او ښځو ته د کار او سوداګرۍ د ښه چاپیریال برابرولو ته ژمن دی.

9 مارچ پنشنبه 2023

یادې خبرې د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال تیره ورځ د ښځو نړیوالې ورځې په مناسبت په پیغام کې کړي.

 

یاد پیغام چې د ارګ څخه په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلی مولوي عبدالکبیر د افغانستان ټولو مؤمنو ، پتمنو او دردېدلو مېرمنو ته مبارکي ویلی.

 

نوموړي ویلي چې د تاریخ په اوږدو کې د نړۍ مسلمانو او په ځانګړي ډول افغان مېرمنو اغېزناک رول لوبولی، په بېلابېلو غزواتو، د تعلیم په پراخولو او حتی د اوسني شل کلن جهاد په بریالیتوب کې یې د پام وړ رول ترسره کړی دی.

 

د اسلام مبارک دین، نارینه او ښځینه ته په یوه سترګه ګوري، دواړه دټولنې دوه وزرونه بولي. د مېرمنو عزت او درناوي کوي او ټول دمېرمنو احترام او له دوی سره عدالت او ښو اړیکو ته را بولي.

 

نوموړي زیاته کړی چې د افغانستان اسلامي امارت د اسلامي احکامو او ارشاداتو په رڼا کې ښځو ته ځانګړي حقونه او درنښت ورکړی دی، اسلامي امارت نه غواړي چې د تېرې دورې په څېر په تشو شعارو او بې ځایه وعدو ښځې وغولوي، د پروژو او پيسود ترلاسه کولو لپاره له دوی ابزاري استفاده وکړي، بلکې امارت غواړي چې په واقعي معنا دښځو حیثیت او عزت خوندي او ددنیا او اخرت سعادت یې په نصیب شي.

 

اسلامي امارت ، په زوره د کونډوپه نکاح کول ، په بدو کې دښځو ورکول او دوی ته دناکړې ګناه سزا ورکول ، او دېته ورته ناروا او پر ښځو کېدونکي ظلمونه په کلکه منع کړي دي.

اړوند موضوعات

علماء او قومي مخور: ا.ا دې د اسلامي اصولو او قواعدو په چوکاټ کې انجونو زده کړو ته د حل لاره پیدا کړي.

 

اسلامي امارت انجونو ته دزده کړو د شرائطو او ښځو ته په ټولنه کې د کار او سوداګرۍ لپاره د ډاډمن او مصؤن چاپیریال د برابرولو هڅې کوي او هڅه کوي چې ښځې داسلام او دافغانانو دکلتور په چوکاټ کې په هر ډګر کې ځان وویني او د ټولنې په پرمختګ کې ونډه واخلي.

Leave a reply